۱۳۹۳ آبان ۱۳, سه‌شنبه

نوی حکومت او نوی وعدی

انجنیر داود 

۳-۱۱-۲۰۱۴
                                              نوی حکومت او نوي وعدې
بالاخره وروسته له ډیرو مناظرو،مانورو او چنو څخه د افغانستان د ټا کنوخپلواک کمیسیون دپایلو د اعلان نه پرته اعلان وکړ چي ښاغلی اشرف غني درئیس جمهور اوښاغلی عبدالله عبدلله داجرائیوي رئیس په توګه وټاکل سول،څو په نتیجه کښي دواړو ټیمونو دملي وحدت تر نامه لاندي یو ګډ حکومت اعلان کړ.
که څه هم دملي وحدت حکومت ته ډیر خلګ خوشبینه دي خوځني خلګ بیا په نا امیدي سره د نوي حکومت کړني تعقیبوي.
دشرایطو د حساسیت په خاطر به دحکومت پر قانونیت او مشروعیت باندي بحث نه کوو او دغه سیاسي تفاهم،قرارداد،معامله یا ملي مشارکت هر نوم چي تاسي محترم لوستونکي پر ایږدۍ د افغانستان د سوکالۍ اوخوشبختۍ په خاطر، په افغانستان کښي دقومي بدبینیو او جنګونود مخنیوي په خاطر، دملي وحدت دټینګښت او بالاخره د اوسنۍ نسبي ډیموکراتیکي پروسې(انتاخابات) دساتلوپه خاطرباید حمایه سي او د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ دپیل په نیت به ئې په نیک پال باندي ونیسو او هیله مند واوسو چي دواړه ټیمونه په پوره زړه سوي باندي د افغانستان د مظلوم اولس و قربانیو ته چي په ډیرو سختو امنیتي او جوي شرایطو کښي د رائیو صندوقونو ته ولاړل او د خپلي خوښي کاندید ته ئې رآیه ورکړل احترام وکړي.
 یعني دغه جوړ جاړی په اوسني تراجدي حالاتو کښي دوطن او د جنګځپلي اولس په ګټه دی په شرط ددې که دواړه ټیمونه و دغه جوړ جاړي ته ږمن ، صادقه اوپر خپل قول او پریکړو باندي ولاړ پاته سي . که څه هم د دواړو ټیمونومحترم رئیسان ځانونه متعهید بولي او افغان اولس ته ئې وعدې ور کړیدي چي :
ګابینه به د ښایسته سالارۍ پر بنسټ جوړوي، صلحه به تآمین کړي، فساد اداري به له منځه وړي، دمځکي او دقدرت غاصبین به کمزوري کړي او حق به و حقدار ته ورسوي .یعني افغانستان به په هر اړخیزه توګه جوړ او ودان کړي، چي په دې هکله ئې ځني فرامین هم نافذ کړل لکه:
په قضائیه سیستم کي اصلاحات، د کابل بانک د دوسیې بیا څیړل ، د پلچرخي د بندیانو پر دوسیو باندي عادلانه تجدید نظر او داسي نور. خو دوې وعدې ئې ترټولو مهمي دې چي عملي کول ئې د نوي حکومت بری ټکنی او ګرانټي کوي، یوه دا چي دکابینې جوړښت د ښایسته سالارۍ پراصل او بله وعده چي د ټولو وعدو سرداره او تعین کونکې ده هغه دصلحي د      
ټینګښت وعده ده،دصلحي تآمین او د امن اوثبات ټینګښت زما په اند په ریشتیا سره ګرانه ، مهیمه خو په عین حال کښي ډیره درنه وعده ده. مهیمه پدې معنا چي په ریښتیا هم د صلحي په نه شتون او د جنګ په موجودیت کښي به ډیره ګرانه وي چي یو شخص ،حزب یا حکومت دي خپلي سالیمي ږمني عملي کړاي سي .یعني په یوه ټولنه کښي چي جنګ او وینه تویونه په شدت سره دوام ولري او هره ورځ په لس هاو یا سل هاو انسانان د بیلو بیلو پیښو قرباني کیږي او ځني سیمي او ولسوالۍ هم د حکومت د واک نه وتلي  وي نا شونې ده چي په هغه ټولنه کښي دي نوي او اساسي بدلونونه او پلانونه عملي سي او تر څو پوري چي جنګ او خونریزي، بمبارد او انتحاري په ګران افغانستان کښي دوام ولري د اصلاحي او انکشافي پروژو تطبیق کول، د داخلي او خارجي پانګوالو جلبول به ډیر ګران حتا نا ممکنه به وي که څه هم قراردادونه آمضا سوي وي لکه د (میس او اینک )قرارداد. لحاظا اوس باید نوی حکومت تر هر څه دمخه خپل جدیت او ږمنتیا د صلحي د ټینګښت لپاره په عمل کي ښکاره کړي او جنګ ځپلي افغان اولس ته وښي چي دصلحي راوستل د نوي حکومت لومړی هدف دی نه شعار.  که چیري نوی حکومت لومړي او بنسټیزکارونه پریږدي او په دوهمه او دریمه درجه کارو باندي بوخت سي دا به داسي معنا ولري چي یو څوک د زورور سیلاب مخکي ابادي کوي چی سیلاب به په رسیدو سره هغه بر نیمایي یا بشپړ حالت باندي بیرته ویجاړ کړي یعني سیسټماټیک کار به نوي سوی.
دصلحي د تآ مین وعده  ماته ځکه ډیره درنه ښکاري چي نوی حکومت به په کومو امکاناتو او وسایلو سره څنګه وکړای سي چي په هغه اساني سره لکه وعده چي وسوه صلحه رامنځته کړي. ځکه چي نوي حکومت د یوې خوا په ډیر تلوار د امریکا سره هغه امنیتي تړون لاسلیک کړکوم چي صلحه ئې نفي کړل او د بلي خوا دخپلو مسلح مخالیفینو څخه غواړي چي راسي او د صلحي پر ټغر ور سره کښیني ،دا وعده ځکه درنه ښکاري چي د مسلح مخالیفینوا و د هغود حامیانو لومړی شرط دخارجي قواو عدم موجودیت دی .زما په اند  دغه ډول میکانیزم دصلحي تآمین اوټینګښت پیچلی اونا شونی کوي. مخکي لدې چي خدای ناخواسته دخلګو امیدونه په نا امیدي سره واوړي نوی حکومت همدا اوس ډیر ښه چانس په لاس کي لري چي باید په ښه توګه او پر وخت باندي استفاده ځني وکړي ،هغه دا چي نوی حکومت باید خپله کابینه ژر تر ژره دښایسته سالارۍ پر بنسټ لکه څنګه چي ئې وعده کړیده جوړه کړي، پدې معنا چي د اشرف غني په ښه نیت او کلک عزم کښي هیڅ شک نسته خو یو متل دی چي وایي(دیوه لاس څخه ټک نه خیژي) پدې مفهوم چي د یادو سوو نیکو وعدوعملي کول یوازي د ښاغلي اشرف غني او ښاغلي عبدالله عبدالله کار ندی بلکه دوی باید یو مسلکي ،سالیم ،متعهید،زړه سوانده ،مصمم ، صلح دوست او وطن ته صادقه ټیم ولري څو د مطرح سوو پروژو دتطبیق لپاره پر وخت او منظم عمل وکړي  چي په نتیجه کښي به د دولت او اولس تر منځ د باور او ارتباط یو پل را منځ ته سي .
که ښاغلی اشرف غني او عبدالله عبدالله وتوانیږي چي خپله کابینه واقیعآ دښایسته سالارۍ پر اساس جوړه کړي، کار واهل کار او داسي وطن دوستو عناصرو ته وسپارل سي چي په ریشتیا سره بیله سکټرسټي ، قومي او مذهبي علایقو او عقایدو څخه صرف  او صرف وطن او اولس ته دخدمت کولو هوډ ولري بیله شکه به هم د خپلو خلګو همکاري د ځان کړي اوهم به خپلي نوري وعدې په عمل کښي پیاده کړاي سي حتآ دصلحي تآمین او ټینګښت، ځکه چي دیوه حکومت جوړیدل د ښایسته سالاري پراصل دهغې ټولني د ټولنیز عدالت بنسټ جوړوي او کله چي په یوه ټولنه کښي ټولنیز عدالت حاکم وي او دخلګو ملاتړ ورسره وي طبعي ده چي دخارجیانوضرورت به نه احساس کیږي او که احساس سي  لږ اوپه قانوني ډول به وي لکه په نور جهان کښي چي امریکایي عساکر شتون لري . همداسي د منطقوي کشمکشو او رقابتو پر اساس باید مسلح مخالیفین هم د افغانستان د ملي ګټو په نظر کي نیولو سره د خارجي قواو د قانوني شتون سره موافقه وکړي او د پردیو د دسیسو ښکار نه سی څو دصلحي او خبرو اترو  لپاره زمینه برابره سي .
که چیري اشرف غني  پدې ونتوانیږي چي یو سالیم ،فاضل او وطن دوسته داسي ټیم  جوړکړي چي د تیر دیرلس کلن حکومت او تنظیمي امتحان سوو چهرو څخه ماسیوا وي او بر عکس په نوي حکومت کښي یو ځل بیا د مسلح مخالیفینو زاړه او تنظیمي حریفان  ځای پر ځای سي پدې صورت کښي به بیله شکه صلحه نا ممکنه سي او په هره ټولنه کښي چي جنګ او بربادي وي هلته د اصلاحي او انکشافي پروژوتطبیقول امکان نلري .چي پدې صورت کښي به نوی حکومت د خپلو نوو وعدو په عملي کولو کښي پاته راسي ،لحاظا د نوي حکومت نوي وعدې مستقیمآ ربط لري په نوې او ښایسته سالاره کابینه پوري.
 راځی چي د کابینې ترجوړیدو  پوري منتظرپاته سو .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر