انجینرداود اڅک
۴-۱۱-۲۰۱۴
اختره
ځه ولاړ سه اختره ته دښکلو محلوو اختره
ته د ډک دسترخوان اورنګارنګونعمتواختره
ته خو وږي تږي او بربنډ خوشحالولای نسې
ته یې دسرمستو او خندانو محفلو اختره
نه مو پیغلولاس سره کړي نه رانجه پر بڼو ځانګي
ځه ولاړ سه بې خاله او بې نقلو پتاسو اختره
افغاني پیغلو په وینولاس سره کړي خال ئې ایښي
وړه دي دا نوکرځي،سره بخمل دسینګارو اختره
ستا دوستان پیسه ده،خوشحالي ده، ارامي ده
موږ خو هیڅ نلروتاته ائې دښکلو بانډارو اختره
نه شرنګ سته دبنګړو نه سرخي پر شونډو خاندي
مستي کړی فرار دزړونو ځه د هوسو اخته
جنګ خو زموږ هر څه تباه کړي هیڅ ئې نه پریښودل
ته به موږ ته څه راکړې دصلحي او جشنو اختره
جلا وطنه، مسافرو، رنځیدلو لره هیڅ نلرې
ته یې دغټانو،اربابانو او قصرو اختره
نسته زما نیکه اوبابا ګان چي یو نیمکه افغانۍ راکړي
اوس ټول لیوني دي د یورو او ډالرو اختره

هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر